کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د رسنیو یو شمېر مسوولینو کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د لومړیو وختونو په پرتله اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ښهوالی راغلی خو اوس هم دې برخه کې ځینې ستونزې شته خو حکومتي مسوولینو په دې برخه کې پر لا همغږۍ او ستونزو پر حل ټېنګار وکړ.
نن کابل کې «د رسنیو د ویاندانو او مسوولینو همغږي» په نوم د یو شمېر حکومتي چارواکو او ویاندویانو، د رسنیو د مسوولینو او ملاتړو بنسټونو د ګډې ناستې ګډونوالو اطلاعاتو ته د ښه لاسرسي په موخه د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمتالله نړیوال وویل چې د دې غونډې د جوړولو موخه د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی او دغه راز په دې برخه کې د ستونزو حل کول دي.
په غونډه کې د رسنیو ځینو مسوولینو وویل چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د لومړیو وختونو په پرتله اوس اطلاعاتو ته لاسرسی ښه شوی، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم په دې برخه کې ستونزې شته.
د پژواک خبري اژانس مسوول مدیر عبدالقدیر منصف وویل، اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی د عامه پوهاوي کچه لوړوي او مسوولین او عام خلک کولای شي په هره برخه کې غوره پرېکړې وکړي.
هغه اطلاعاتو ته د رسنیو د پر وخت لاسرسي اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه کار د اوازو د خپرېدو مخه نیسي.
هغه له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې رسنیو ته بشپړ اطلاعات ورکړي او زیاته یې کړه چې رسنۍ هم باید د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې مسلکي او مسوولانه عمل وکړي.
د طلوعنیوز رییس ذبیحالله سادات په دې غونډه کې وویل چې له تېر یو کال راهیسې اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی، خو ځینې مهال رسنیو ته کره او پر وخت اطلاعات نه ورکول کېږي.
دې ناسته کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسوولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رییس حجتالله مجددي وویل: «کله چې اطلاعات رسنیو ته په لاس ور نه شي، ان مسوولین له هغو نه خبريږي او د هغو ځای له بهره د ناسمو اطلاعاتو ځای نیسي چې قطعاً د خلکو په افکارو ښه اغېزه نه لري.»
د خبریالانو د مصونیت کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ تینګار وکړ چې اطلاعاتو ته لاسرسی د ملت حق دی او باید ورکړل شي، ویې ویل اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې تر یوه بریده ستونزې حل شوې دي.
خو هغه زیاته کړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باید جوړ شي څو اجراییوي صلاحیت ولري، کومې ادارې چې له رسنیو سره همکاري نه کوي، باید ترې پوښتنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو او حکومتي ویاندویانو دې ناسته کې له رسنیو سره د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملاخیرالله خیرخواه وویل، رسنۍ لوی مسوولیتونه لري او باید خپرونې ولري چې د خلکو په ګټه وي.
هغه دې ته په اشارې چې ښايي بېلابېلو برخو کې لکه په رسنیو کې ستونزې موجودې وي، خو ډاډ یې ورکړ چې دا ستونزې به د وخت په تېرېدو سره حل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي مهاجر فراهي دې ناسته کې له حکومتي ویاندویانو غوښتنه وکړه څو په موقع له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي او دغهراز یې له رسنیو هم غوښتنه وکړه څو دیني او ملي رسالت په پام ونیسي.
ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع یاده ناسته کې له حکومتي ادارو سره د رسنیو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې رسنیو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه به ډېره همکاري ولري.
د دې ناستې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حکومتي ویاندویانو، د رسنیو مسوولینو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته ډالۍ ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP