کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ١٤٠٣): د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د روان کال په جنوري او د تېر کال په ډسمبر کې یې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او ارشاد حج او اوقافو وزارتونو سرپرست وزیرانو ته د سفر معافیتونه غځولي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني لپاره یې د تېرې میاشتې له ۲۳مې د روانې فبرورۍ میاشتې تر درېیمې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو، د بهرنیو چارو وزارت سربرست مولوي امیرخان متقي لپاره د تېر کال ډسمبر میاشتې له ۲۸مې د روان کال د جنوري تر اوومې د ځینو لیدنو په موخه متحده عربي اماراتو ته د سفر او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب لپاره یې د تېرې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې په سعودي عربستان کې د حج کنفرانس او مکې نندارتون کې د ګډون لپاره د سفر معافیتونه ورکړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له خپل وروستي سفره هېواد ته راستون شوی او دمګړۍ په هېواد کې دی.
خلیفه سرجالدین حقاني متحده عربي اماراتو ته په سفر کې د دغه هېواد د دولت له رییس محمد بن زید النهیان سره کتلي و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP