بامیان (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ایران په مالي ملاتړ د «امام خمیني» په نوم د ۱۲۰ بستریز تخصصي روغتون جوړېدو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
د باميان د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د امام خميني تخصصي روغتون د ايران په مالي مرسته د ٤٢ ميليون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه زیاته کړه چې دغه روغتون ته د زیربناوو ترڅنګ ټول طبي امکانات او تجهیزات هم د ایران له لوري چمتو شوي دي.
په همدې حال کې د بامیان روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه روغتون جوړولو چارو په بشپړېدو سره به تر ډېره د بامیان د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکټر جواد حکیمي وویل چې په دغه ولایت کې د ۱۱۸ روغتیايي مرکزونو د فعالیت سربېره د غوږونو او ستوني، سترګو، اورتوپیدي، جلدي او عصابو په ګډون د نورو تخصصي څانګو نشتوالي له امله ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، د امام خمیني روغتون چې د جراحۍ، زړه او پښتورګو د پیوند، غوږونو او ستوني، سترګو، عمومي داخلې، ماشومانو، زېږون او جدي پاملرنې برخو کې به ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، کولای شي د خلکو روغتیایي اړتیاوې تر ډېره پوره کړي.
د بامیان د عامې روغتیا رییس وویل چې د امام خمیني روغتون کار شاوخوا نهه کاله مخکې پیل شوی و چې اوس یې کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به په رسمي توګه پرانیستل شي او په بېلابېلو څانګو کې به یې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیان ځینو اوسېدونکو له دې مخکې له پژواک سره خبرو کې د دغه ولایت په روغتونونو کې د ځانګړو تخصصي روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP