کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست د عمان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د عمان د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې وکړې.
یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وایي، همداراز دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو خوندیتوب سربېره پر سوداګریزې راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم خبرې وکړې، او هوکړه وشوه چې ګډ کاري ډلې او سکتوري ادارې به د یادو برخو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP