ژبه

تازه خبرونه
ایرانی چارواکی: که د حکومت د تغییر هڅه وشي، د اسرائیلو د ډیمونا اټومي ریاکټر به په نښه شي

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د ایران یوه پوځي چارواکي خبرداری ورکړی چې که متحده ایالتونه او اسرائیل په ایران کې د حکومت د بدلون هڅه وکړي، تهران به د اسرائیلو د ډیمونا اټومي ریاکټر په نښه کړي.

امریکا او اسرائیلو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل او ایران هم په سعودي عربستان، قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر څو پوځي اډو توغندیز بریدونه پیل کړل.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغو بریدونو وروسته په خپلو څرګندونو کې له ایرانیانو غوښتي چې له دغه «فرصته د حکومت د بېرته نیولو لپاره» استفاده وکړي.

همدارنګه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د همدې موضوع په تکرار سره ویلي چې په ایران کې د حکومت بدلون «هم مطلوب دی او هم ترلاسه کېدونکی.»

په همدې حال کې، د ایران یوه پوځي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، د ایران نوانس خبري ویبپاڼې ته ویلي چې که امریکا او اسرائیل په دغه هېواد کې د حکومت د بدلون هڅه وکړي، تهران به د اسرائیلو د ډیمونا اټومي ریاکټر هدف وګرځوي.

هغه زیاته کړې: «که امریکا او اسرائیل د ناارامیو او وسله‌والو ګډوډیو له لارې د ایران د حکومت د تغییر هڅه وکړي، د اسرائیلو د ډیمونا اټومي ریاکټر به نښه کړو.»

نوموړي زیاته کړې: «د نظام نسکورولو د طرحې فعالېدل به موږ دې ته اړ کړي چې د سیمې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هم بریدونه وکړو.»