کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): په کابل کې د ایران سفیر د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې هوډ لري څو د اوبو او برېښنا پرمختیایي پروژو پلې کېدو برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو د ښې مخینې یادونه کړې او د هغو پر پیاوړتیا او دوام، په ځانګړې توګه په افغانستان کې یې د اوبو او انرژۍ د پرمختیایي پروژو پلې کېدو برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د ایران سفیر ته ډاډ ورکړی چې دا مهال له هره اړخه په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره ده او اسلامي امارت هم د پرمختیايي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا هرکلی کوي.
بلخوا، د ایران سفیر په دې لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی څو د اوبو او برېښنا پرمختیایي پروژو د تطبیق برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
دغه راز، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار شوی او د اوبو د کمښت او وچکالۍ په اړه هم خبرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP