پېښور (پژواک ۲۵ کب ۱۴۰۳): نن پېښور کې چاودنې د مفتي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو منیر شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.
چارواکي وايي چې منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې یوه جومات ته د ننوتلو پر مهال د چاودنې له امله ټپي شو.
هغوی وايي چې هغه د دې چاودنې له درېیو نورو ټپیانو خوشحال، عابد او سید نبي سره یو ځای د لیډي ریډینگ روغتون (Lady Reading Hospital) ته وړل شوی و.
د یاد روغتون ویاند محمد عاصم تایید کړه چې مفتي شاکر روغتون ته وړل شوی و او د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
مفتي شاکر د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې د لشکر اسلام بنسټ ایښی و.

GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP