ژبه

د پاکستان په کویټه کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه چاودنه نن مازدیګر مهال د کویټه ښار په «ډبل‌روډ» کې شوې ده.

راپور کې د روغتیایي چاروکو له قوله راغلي چې په دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د څلور افسرانو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان دي.

د بلوچستان چارواکو  دغه بمي چاودنه په کلکه غندلې  ده.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته موضوع