Language

د فرانسې ولسمشر په امریکا کې د اروپايي شرکتونو د پانګونې ځنډېدو غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو پانګونو پلانونه وځنډوي.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې ولسمشر پرون د پنجشنبې په ورځ له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د خپلې پانګونې پروګرامونه وځنډوي.

د راپور له مخې، دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وارداتي توکو پراخه تعرفې ولګولې.

مکرون د فرانسې د صنایعو له استازو سره په لیدنه کې ویلي: «هغه پانګونې چې ټاکل شوې په راتلونکي کې ترسره شي یا هغه چې په وروستیو اونیو کې اعلان شوي، باید له متحده ایالاتو سره د وضعیت تر روښانه کېدو پورې وځنډول شي.»