Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې ریاست: لوګر کې څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي

پل‌علم (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴):‌ د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې کلیوالي دیني مدرسې د پوهنې ریاست مقام په وړاندیز او د اسلامي زده‌کړو امریت په هلو ځلو د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو د زده‌کړو لپاره پرانیستل شوې دي.

عرب زیاته کړه: «په لوګر ولایت کې ۳۳۵ رسمي او ۱۰۹ غیرې رسمي مدرسې شتون لري چې په یادو دیني مدرسو کې ۴۰ زره نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي او له ذکر شوو دیني مدرسو څخه یې ۳۰۵ رسمي دیني مدرسې د اسلامي امارت واک ته رسېدو راهیسې په لوګر ولایت کې نوې پرانیستل شوې دي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه، یادو دیني مدرسو کې د شاوخوا ۱۸ سوه ښځينه او نارینه ښوونکو له لوري د پوهنې نصاب اړوند مضامین تدرسیږي.

بلخوا، د لوګرولایت مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې ګڼ شمیر دیني مدرسې نوې پرانیستل شوې دي، خو ټینګار کوي چې پوهنې وزارت ته په کار ده چې د دیني مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو ودانیو، کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت ستونزو ته هم جدي رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، پوهنې وزارت دې پر پرانیستل شوو دیني مدرسو کې داسې درسي نصاب عملي کړي چې د دین او هېواد سربېره د افغانانو د ښې راتلوونکي په ګټه وي.

د مسوولینوو د معلوماتو له مخې، په تېر جمهوریت نظام کې په ټول لوګر ولایت کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یوازې ۳۰ رسمي دیني مدرسو فعالیت درلود او د ا.ا له راتګ سره سم په دغه ولایت کې ۳۰۵ نوې رسمي مدرسې د زده‌کوونکو پرمخ پرانیستل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.