Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د تندر لوېدو پېښې؛ دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

خوست‌‌ښار (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): خوست کې سیمه‌ییز مسوولین وایي‌ چې د دغه ولایت په مرکز او ځاځي‌میدان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښو کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز په متون سیمه او ځاځي‌ميدان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په لومړۍ پېښه کې يوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي او په دويمه پېښه کې هم يو کس مړ او يو بل ټپي شوی دی.

د ګربز په وينا، ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.