Language

ننګرهار کې د تندر لوېدو پېښه کې یو ښوونکی او څلور زده‌کوونکي ټپيان شوي

جلال‌اباد (پژواک،  ۲۸ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي تندر لوېدلی چې له امله يې يو ښوونکی او څلور زده‌کوونکي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداسحاق حليم پژواک خبري اژانس ته وویل چې  تېره ورځ له غرمې وروسته يوه نیمه بجه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د قیلغو د نجونو لېسه کې پر يوه تدریسي خونه د تېز باران پر مهال تندر لوېدلی چې له امله یې يو ښوونکی او څلور زده‌کوونکي ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان در درملنې په موخه د خوږياڼو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics