Language

سراج‌الدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.

د کورنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني کابل کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي، یاده ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.

په دغه ناسته کې خلیفه سراج‌الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې د اسلامي امارت له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.

د یادونې ده، د چین او پاکستان ځانګړو استازو پرون د بهرینو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي و او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه یې کړې وه.