Language

د پاکستان پنجاب کې توپانونو او ورښتونو له سلو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه توپانونه او ورښتونه تېره ورځ شوي دي.

سرچینې د پنجاب ایالت د طبيعي پېښو د مديريت ادارې له قوله لیکلي چې دغه سخت توپانونه په راولپندۍ، جهلم، شيخ‌پوره، ننکانه او د لاهور ښار په بېلابېلو سيمو کې شوي دي.

سرچینې ویلي، د دغو توپانونو او ورښتونو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وينا، په اغېزمنو سيمو کې ګڼ خټين کورونه هم زيانمن شوي دي.