ژبه

هند کې د یوه معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله اووه کسان مړه شوي

زرغونه صالحی

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۳

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د هند په بیهار ایالت کې د «اشوک دهم» معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

انډین اکسپرېس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن (دوشنبه) د بیهار ایالت په لکھیسرای سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه کسان د مذهبي مراسمو لپاره د ساون میاشتې د درېیمې دوشنبې په مناسبت د معبد شاوخوا راټول شوي وو.

د راپور له مخې، د زیارت‌کوونکو د شمېر ناڅاپي زیاتېدو او د معبد شاوخوا جوړ شوو خنډونو ماتېدو له امله ګڼې‌ګوڼې بحراني بڼه خپله کړه.

ځیني راپورونه کاږي چې د برېښنا د یوې ستنې لوېدو او د خلکو په منځ کې د برېښنا مزو موجودیت اوازې د زیارت‌کوونکو د وېرې او ګڼې‌ګوڼې لامل شوې؛ خو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې کره علت لا هم تر څېړنې لاندې دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، په دې پېښه کې اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.