ژبه

د ټرمپ محبوبیت د ولسمشرۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

پژواک

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۳

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د رویټرز او اېپسوس یوه نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې؛ په ورته وخت کې، له هرو پنځو امریکایانو یوازې یوه ویلي چې له ایران سره جګړه د لګښتونو ارزښت لري.

رویټرز راپور ورکړی چې په دې څلورورځنۍ نظرپوښتنه کې یوازې ۳۳ سلنه ګډونوالو ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ کړنې تاییدوي، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه نورو د هغه له کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده.

د راپور له مخې، د روانې میاشتې په لومړیو کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې د ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۵ سلنه وه او اوسنۍ شمېره د هغه د ولسمشرۍ په روانه دوره کې تر ټولو ټیټه کچه ده. دغه کچه د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره ده.

رویټرز لیکلي، ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې داسې مهال یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ستون شو چې له نیمايي لږ  کمو امریکایانو یې کړنې تاییدولې، خو روان کال له اسراییلو سره یوځای پر ایران د برید له امر وروسته یې محبوبیت کم شوی دی.

ټرمپ د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی او جمهوري غوښتونکي اوس هڅه کوي چې د نومبر میاشتې په منځمهاله ټاکنو کې په کانګرېس کې خپل محدود اکثریت وساتي.

د رویټرز د راپور له مخې، له ایران سره جګړې د نړۍ د نفتو د سوداګرۍ پنځمه برخه ګډه‌وډه کړې او د پټرولو بیې یې په چټکۍ لوړې کړې دي؛ هغه څه چې پر امریکايي کورنیو یې فشار زیات کړی او د منځمهاله ټاکنو له رارسېدو مخکې یې د ټرمپ جمهوري غوښتونکو متحدینو ته ستونزې جوړې کړې دي.

رویټرز زیاته کړې، ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې انفلاسیون به مهار کړي او امریکا به له اوږدمهالو جګړو لرې وساتي. هغه له ایران سره د جګړې په پیل کې دا هم ویلي وو چې دغه شخړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي.

خو د راپور له مخې، ایران توانېدلی مقاومت وکړي او سره له دې چې د جګړې شدت کم شوی، د هرمز تنګي له لارې د نفتو سوداګري لا هم تر ډېره ګډه‌وډه پاتې ده.

د رویټرز او اېپسوس نظرپوښتنه ښيي چې شاوخوا ۸۰ سلنه امریکایان، چې ۸۷ سلنه ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوري غوښتونکي هم پکې شامل دي، باور لري چې په ایران کې د امریکا ښکېلتیا به «د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.»

د دغې نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې احتمال شته دغه جګړه په راتلونکو څو اوونیو کې پای ته ورسېږي.

رویټرز راپور ورکړی، ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک په ګارډن‌سِټي کې یوې سیاسي غونډې ته وویل، د پټرولو لپاره «لږ څه زیاتې پیسې ورکول» د دې ارزښت لري چې ډاډ ترلاسه شي، د هغه په وینا، «یو ډېر شریر هېواد» اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ د جګړې پر مهال کله ناکله د شخړې د پراخېدو احتمال مطرح کړی او په ځینو نورو مواردو کې یې د سولې د یوه تړون د نږدې کېدو خبر ورکړی دی.

د رویټرز او اېپسوس تازه نظرپوښتنه ښيي چې له هرو پنځو امریکایانو یوازې یو او شاوخوا نیمايي جمهوري غوښتونکي باور لري چې دغه جګړه د هغې د لګښتونو ارزښت لري.

رویټرز لیکلي، د جګړې او د پټرولو د بیو لوړېدو په اړه اندېښنو جمهوري غوښتونکي د نومبر د درېیمې په ټاکنو کې د امریکا د استازو په جرګه کې د خپل محدود اکثریت د ساتلو په اړه اندېښمن کړي؛ په داسې حال کې چې ډیموکراتان هم د سنا جرګې د کنټرول ترلاسه کولو ته لا ډېر هیله‌من شوي دي.

د روانې میاشتې د رویټرز او اېپسوس د نظرپوښتنو له مخې، رایه‌ورکوونکو په نږدې یوې لسیزې کې د لومړي ځل لپاره د اقتصاد د غوره مدیریت په برخه کې ډیموکراتانو ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله ترجیح ورکړې ده.

په تازه نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه رایه‌ورکوونکو ویلي چې ډیموکراتان به اقتصاد ښه مدیریت کړي، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه کسانو د جمهوري غوښتونکو تګلاره غوره بللې ده.

د دې نظرپوښتنې له مخې، ګډونوالو ډیموکراتان د ژوند د لګښتونو د مدیریت په برخه کې هم وړ بللي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ په برخه کې د جمهوري غوښتونکو تګلارې د ډیموکراتانو د سیاستونو په پرتله ډېر ملاتړ درلود؛ هغه څه چې له پولې د کډوالو په تېرېدو کې له پام‌وړ کموالي او د کډوالو پر ضد له پراخو عملیاتو سره هممهاله وو.

خو د راپور له مخې، د کډوالۍ ادارې د مامورینو له عملیاتو سره د تړلو مرګونو او د ماشومانو په ګډون د نیول شویو کسانو د شمېر له زیاتېدو وروسته، جمهوري غوښتونکو په دې برخه کې د خپل ملاتړ یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

د رویټرز او اېپسوس تازه نظرپوښتنه ښيي چې ۴۰ سلنه ثبت شوو رایه‌ورکوونکو ویلي جمهوري غوښتونکي د کډوالۍ په برخه کې غوره سیاست لري، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه کسانو ډیموکراتانو ته ترجیح ورکړې ده.

د راپور له مخې، په دې برخه کې د دواړو ګوندونو ترمنځ دوه سلنه توپیر د ټرمپ د ولسمشرۍ په روانه دوره کې تر ټولو کم واټن دی؛ په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې په دې برخه کې له ډیموکراتانو ۲۶ سلنه مخکې وو.

رویټرز ویلي، دغه نظرپوښتنه انلاین ترسره شوې او د امریکا له بېلابېلو سیمو د ۱۱۶۶ کسانو نظرونه پکې راټول شوي دي.

د راپور له مخې، د دې نظرپوښتنې د تېروتنې کچه مثبت یا منفي درې سلنه ده.