کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره افغان حجکوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تېره ورځ پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې له کابل، بلخ، هرات او کندهار څخه حرمینو شریفینو ته د ۳۰ زره افغان حجکوونکو د لېږد بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو.
سرچینې لیکلي، یاد شمېر کسان د آریانا افغان او کامایرهوایي شرکتونو له لوري سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
سرچینې ویلي، سږکال د حج فریضې د اداء کولو لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په سعودي عربستان کې ټولې چارې په منظمه، مؤثره او مسوولانه ډول ترسره شوې.
د سرچینې په خبره، د حج اړوند ټول قراردادونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا له دقیق پلان، څارنې او همغږۍ وروسته له اړوندو شرکتونو سره لاسلیک او تطبیق شوي چې له امله یې حاجیانو ته یو منظم، ارام او د اطمینان وړ چاپېریال برابر شوی.
د حج وزارت دغه راز ویلي، دحاجیانو د لېږد بهیر د افغانستان له څلورو پروازي زونونو د منظم مهالوېش له مخې د روان کال د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او په یوه میاشت کې د يادو هوايي شرکتونو له لوري د ۹۷ پروازونو په ترڅ کې پوره ۳۰ زره افغان حجکوونکي له هېواده سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP