کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د جلدي ناروغیو متخصصین وایي، د دې ترڅنګ چې د لمر وړانګې د انسان جلد او بدن ته ډېرې ګټې لري، خو ډېر وخت لمر ته پاتې کېدل ښايي په ځینو مواردو کې پوستکي ته جدي او نه جبرانېدونکي زیانونه پېښ کړي.
پوستکی د بدن تر ټولو مهمه بهرنۍ ښکلا ده چې د انسان په روغتیا کې حیاتي رول لري. سمه پاملرنه ورته نه یوازې د انسان د ښایست او پوستکي د نرموالي لامل کېږي، بلکې په ډېرو ناروغیو د اخته کېدو او چاپېریالي زیانونو مخنیوی هم کوي.
متخصصین: د ورځې له نیم ساعت ډېر لمر ته مه پاتې کېږئ
په کابل ښار کې د جلدي ناروغیو او ښکلا ډاکتر عبدالرزاق رامکي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه متخصص په نظر، د انسانانو پوستکی په بېلابېلو ډولونو لکه سپین، غنمرنګ، تور ته ورته او ډېر تور وېشل شوی دی.
رامکي زیاته کړه، هغه کسان چې ډېر تور جلد لري، د لمر وړانګو پر وړاندې یې مقاومت ډېر خو هغه کسان چې سپین او ډېر سپین پوستکی لري، د لمر د وړانګو پر وړاندې کم مقاومت لري چې باید پاملرنه ورته وشي.
هغه د لمر وړانګې د انسان بدن ته ډېرې مهمې بولي او وايي، د دې ترڅنګ چې د لمر وړانګې د بدن روغتیا او د جلد په ترمیم کې مهم رول لوبوي، ځیني ویټامینونه هم لري چې د پوستکي له لارې د انسان بدن ته ننوځي.
هغه وویل: «باید وویل شي چې یو کس کولای شي د ورځې له ۱۵ دقیقو تر نیم ساعت پورې د لمر وړانګو ته پاتې شي، خو له نیم ساعت زیات باید پاتې نه شي.»
خو هغه څرګنده کړه چې د غرمې له ۱۱ د ماسپښین تر ۳ بجو باید د لمر د شدیدوالي له امله څوک لمر ته ځان ور نه کړي.
د هغه په خبره، د لمر له امله پر جلد د سوروالي لیدو په صورت کې باید ژر تر ژره د لمر له وړانګو لرې شئ او که سوروالی په پوستکي کې پاتې شي نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د لمر وړانګو له زیانونو د مخنیوی لپاره باید څه وکړو؟
ډاکټر رامکي د لمر وړانګو زیانونو مخنیوي لپاره د لمر ضد کیفیتلرونکو کریمونو استفاده مهمه بولي او زیاتوي: «هغه کسان چې ټوله ورځ د لمر تر وړانګو لاندې کار کوي، د لمر ضد کریمونو استفاده ورته اړینه ده او که څوک د دغو کریمونو د اخیستو توان ونه لري، نو باید په هرو دوو ساعتونو کې یوځل خپل مخ په یخو اوبو ومینځي.»
خو هغه وویل، د لمر ضد ځیني داسې کریمونه هم شته چې مېکاپ پهکې ګډ وي، نو هغه باید ونه کارول شي.
رامکي د لمر ضد کریمونو کارولو د څرنګوالي په اړه وویل چې دغه کریمونه باید د لمر له وړانګو سره پر مخکني غړو لکه غاړه، لاسونو، مخ او پښو باندې ووهل شي.
هغه زیاته کړه چې د پیکدارې خولۍ او د لمر ضد عینکو درلودل او د لستوڼي لرونکو او سپینرنګه جامو اغوستل هم د لمر د وړانګو په کم جذب کې مرسته کوي.
ډاکټر رامکي د لمر وړانګو د زیانونو په اړه وویل چې دغو وړانګو ته ډېر پاتې کېدل، له وخته مخکې د بوډا کېدو؛ یعنې په جلد کې د داغونو او ګونځو پیدا کېدو او بالاخره د پوستکي د سرطان رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په همدې حال کې، په کابل ښار کې د جلدي ناروغیو او ښکلا متخصصه ډاکټر ليلا سادات د بدن لپاره د لمر وړانګو ګټو ته په اشاره وویل چې د لمر وړانګو ته ډېر پاتې کېدل زیانونه هم لري.
هغې د لمر وړانګو پر وړاندې د پوستکي د ساتنې لپاره د لمر ضد کریمونو د استفادې په اړه وویل چې دغه ډول کریمونه باید له ډاکتر سره په مشوره وکارول شي؛ ځکه ځیني د لمر ضد کریمونه هم جلد ته زیان رسوي.
یو جلدي ناروغ
د کابل ښار یو اوسېدونکی مسعود احمدي وايي چې پر سړک د کار کولو پر مهال یې پر پوستکي سره داغونه پیدا شول او ورځ تر بلې ډېرېدل، څو چې ډاکټر ته ولاړ او اوس تر درملنې لاندې دی.