غزنيښار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ مسوولین وایي، د «غزني د والسوالیو جام» په نوم د کرکټ سیالیو کې دوو لوبډلو له مرکز او اتو لوبډلو له ولسوالیو ګډون کړی و چې د ۱۵ ورځو له دوام وروسته نن پای ته ورسېدې.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ په ۱۲ اوریزه بڼه ترسره شوې چې د ناوې ولسوالۍ او مرکز لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
هغه زیاته کړه چې په پایلوبه کې د مرکز لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د ناوې ولسوالۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په ۱۵۳ منډو کې ټوله لوبډله وسوځېده او د ۴۷ منډو په توپیر یې مرکز ته لوبه وبایله.
دغه راز، د یادې سیالۍ غوره توپاچوونکی مطیعالله او توپوهونکی نوراحمد ونومول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP