منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۷ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د اتلتیک افغان ورزشکار الهام‌الدین سراج‌زي د سریلانکا په کوربه‌توب د «ماراتون کلمبو»  شلم پړاو نړۍوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج‌زي د ماراتون کلمبو شلم پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په دوو ساعتونو او ۵۲ دقیقو کې وهلی او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ یوازې سراج‌زي ګډون کړی و.

یاد ریاست لیکلي چې دغه سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربه‌توب  د ۳۳ هېوادونو په ګډون د اکټوبر په څلورمه پیل شوي او تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

د کولمبو نړیوال ماراتون د اوږده واټن د منډو نړیوالې سیالۍ دي چې ورزشکاران پکې د بشپړ ماراتون، نیمه‌ماراتون او لنډو واټنونو په منډو کې سیالي کوي.