Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې دوه کیلومتره سړک جوړ شو

غزني ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ښاروالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۱.۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غزني ښاروالۍ سکتوري امر مولوي فضل‌احمد مدني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د غزني ښار د څلورمې او پنځمې ناحیې په اربابا او توحیدآباد سیمو کې درې سړکونه جوړ شول.

هغه وویل، پر یاده پروژه شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د نړۍوال بانک له لوري ورکړل شوی دی او تخنیکي چارې یې د ملګرو ملتونو د پروژو د تطبیق ادارې (UNOPS) له‌خوا ترسره شوې دي.

ده وویل، دغه سړکونه کانکرېټ شوي او هر یو یې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري.

مدني وویل، د دې پروژې چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اربابا سیمې یو قومي مشر حاجي شریف پژواک ته وویل: «دغه سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو څخه دي چې هره ورځ زرګونه کسان، زده‌کوونکي او ناروغان پرې تګ راتګ کوي.»

د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د (UNOPS) له‌خوا په غزني ښار کې د یو شمېر نورو سړکونو او کوڅو د رغونې چارې پیل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.