کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د کونړ ولایت زلزلهځپلو لپاره د ځانګړي ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړ.
د یاد وزارت خبرپاڼې له مخې، دغه ښارګوټی د ننګرهار په ګمبیري سیمه کې پر ۱۰۰۰ جریب ځمکه ډیزاین شوی چې ټولې ۱۵۱۱ استوګنیزې نومرې پکې په پام کې نیول شوې دي.
سرچینه زیاتوي، په دغه تفصیلي پلان کې د ښاري اصولو او معیاري انجینري معیارونو له مخې جوماتونه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونځی، د عامه خدماتو ساحې، داخلي سړکونه او نور اړین تأسیسات هم شامل شوي څو د اوسېدونکو لپاره مناسب او هوسا چاپېریال رامنځته شي.
مولوي نجیبالله حیات حقاني ویلي، د دغه ښارګوټي تطبیق به د زلزلهځپلو کورنیو د ژوند د بېرته عادي کېدو، منظمې ښاري پراختیا او د معیاري استوګنځایونو رامنځته کېدو برخه کې مهم رول ولوبوي.
خبرپاڼه کې راغلي، د کور او ښارجوړولو وزارت ژمن دی چې د امارت د مشرتابه له حکم سره سم د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوو کورنیو ته د سرپناه، بنسټیزو خدماتو او خوندي ژوند برابرولو لپاره پراختیایي پروژې لا پراخې او ګړندۍ کړي.