Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا رییس‌الوزراء ته اوزبېکستان او پاکستان ته د سفر بلنې ورکړل شوې

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء سره په جلا لیدنو کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ هغه ته بلنه ورکړه څو دغو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.

پرون د پاکستان او اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړپوړي پلاوي کابل ته راغلل او د درې واړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې ترسره شوې او دغه‌راز، د ټرانس افغان پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعاتو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند پرون مازدیګر په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال محمداسحاق ‌ډار او مل پلاوي سره ولیدل. یاد پاکستانی پلاوی د افغانستان، پاکستان او اوزبیکستان ترمنځ درې اړخیزې ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی و.

په یاده لیدنه کې رییس‌الوزراء پاکستاني پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، محمداسحاق ډار د اسلامي امارت د ښې مېلمه‌پالنې له امله مننه وکړه او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د سلام او نېکو هیلو پیغام یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته وړاندې کړ. هغه دغه‌راز د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ته رسمي بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء هم د یادې بلنې له امله مننه وکړه او ویې ویل، په یوه مناسب فرصت کې به پاکستان ته سفر وکړي.

ورته مهال، د اسلامي امارت رییس‌‌الوزراء تېر ماښام د اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې تاریخي وبللې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایوف سلامونه او نېکې هیلې د افغانستان رییس‌الوزراء ته وړاندې کړل ویې ویل، نن د افغانستان او اوزبېکستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده.

نوموړي د افغانستان له اسلامي امارت سره د سیمې او نړۍ هېوادونو غوره تعامل ته په اشاره ویلي چې اوزبېکستان په نړۍواله کچه د افغانستان له حکومت او خلکو ملاتړ کوي او دغه کار ته به دوام ورکړي.

سعیدوف ویلي، تر اوسه د اوزبېکستان او اسلامي امارت ترمنځ څه باندې سل پلاوو تګ راتګ کړی او دا د داوړو هېوادونو ترمنځ د ټینګو اړیکو ښکارندویي کوي؛ هیله ده چې په راتلونکي کې هم دوام ومومي او د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ته یې بلنه ورکړه چې اوزبېکستان ته رسمي سفر وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.