Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې شپږ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت شپږ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور یادې پروژې د اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او کرنې د ودې په برخه کې ارزښتناکې بللې دي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت تر دې دمه د هېواد او د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه تر سره کړي، او په هېواد کې یې اسلامي نظام، امنیت، عدالت او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده. له همدې امله له خلکو هم تمه کېږي، چې له دغه نظام څخه رښتینی ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي، د اوبو او انرژۍ وزارت په میدان وردګو ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو او د برېښنا رسونې نورې پروژې هم په پام کې نیولې، چې د راتلونکي لپاره به د دغه ولایت اوسېدونکي د هغوی د پرانیستې شاهدان وي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له خوا په ۲۰۵ زره امریکایي ډالرو مالي تمویل، د اوبو او انرژۍ وزارت تر څارنې لاندې پلي شوې دي.

په دغو پروژو کې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ درې چک‌ډمونه، یو ذخیروي حوض، د اوبولګولو یو کانال، او د جغتو ولسوالۍ د شیخ علي کانال جوړول شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې یو مثبت ګام اخیستل شوی، چې سلګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.