Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عینک مسو کان له ساحې ترلاسه شوي ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثار مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاک‌کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د لرغون‌پېژندنې رياست د مسلکي انجنیرانو له لوري ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک له لرغونو سیمو ترلاسه شوي، د پاک‌‌کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې، ثبت او تسجیل په موخه د عینک له ساحوي ګودام څخه د دغه ریاست مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول.

سرچینې لیکلي، په  یادو اثار کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې په کې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبې، کوچنۍ کوزې، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، ګاوترې، دوک او نورو وسایل شامل دي.

په خبرپاڼه کې د لرغون‌پېژندنې ریاست د رییس سید ذبیح‌الله سادات له قوله راغلي چې یاد اثار له ساحوي ګودام څخه مرکزي دفتر ته د پاک‌‌کاري، ترمیم، وقایې، پېژندنې او تسجیل په موخه لېږدول شوي او له دې پروسې وروسته به ملي موزیم ته وسپارل شي، څو د دایمي نندارې او ساتنې لپاره ترې استفاده وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، یاد اثار چې له ۵۰۰۰ کلونو ډېر لرغونتوب لري، د تېرو زمانو د کیسو او تجربو استازولي کوي او خلکو ته د پخوانیو تمدنونو په اړه د ژور درک زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د عینک مسو کان د استخراج قراردادي چیني شرکت (اېم‌سي‌سي) مسوولینو وویل چې د دغه کان پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به یې د استخراج عملي چارې پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.