Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

نیلي (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د شپږ میلیون افغانیو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.

‎د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر ابراهیم عسکري وویل چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په غارسو سیمه کې د «غارسو د نجونو لېسې» ودانۍ پر دوه جریب ځمکه د خلکو له لوري د شپږ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

دغه ښوونځي ۱۲ درسي خونې، د پاکو اوبو څاه، برېښنا او د اړتیا وړ نور ملحقات لري.

د دایکنډي د والي مرستیال مولوي احسان‌الله رحمتیار د دغه ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې وویل چې د دغه ډول مرکزونو جوړېدل د ټولنې لپاره ستر ویاړ دی.

هغه زیاته کړه: «خلک په لږو امکاناتو د زده‌کړو برخه کې د خپلو اولادونو ملاتړ کوي، د دغه ډول ارزښتمنو مرکزونو جوړېدل به د نورو لپاره الګو وي.»

هغه ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزه اداره د دغه ښوونځي د امکاناتو ښه کولو برخه کې هڅه کوي.

دغه راز، د دایکنډي د پوهنې رییس مولوي رحمت‌الله قندیلي له ښوونکو او زده‌کوونکو وغوښتل چې له دغه ښوونځي سمه ګټه واخلي.

هغه وویل: «موږ د تاسو د خدمت‌کوونکو په توګه، تل ستاسو ملاتړ او د ستونزو حلولو ته چمتو یو او د دغه ښوونځي د لا ښه تجهیز لپاره هڅه کوو.»

بلخوا، د یاد ښوونځي جوړولو پروژې له همغږي‌کوونکي سیدمحمد هاشمي وویل چې د دغه ښوونځي لګښت د څلورو انکشافي شوراګانو او کورنیو او بهرنیو خیرو کسانو له لوري ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «خلکو چې څه په توان کې درلودل، ویې کړل؛ تیږې، شګه او خاوره یې وړیا راوړل او ان د ښوونځي جوړولو لپاره یې یوه اندازه پیسې هم چمتو کړې.»

هغه وویل چې د دې ودانۍ له جوړېدو مخکې زده‌کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې دغه ښوونځي ته د مېزونو، چوکیو، احاطوي دېوال او نورو اړتیاوو پوره کولو برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.