ژبه

تازه خبرونه
یونیسف افغانستان کې له خوارځواکۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي څو په افغانستان کې له سیمه‌ییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر بنسټ، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف د اجرائیوي مرستیال او عملیاتي مدیر ټېډ چایبان او مل پلاوي سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي، په لیدنه کې ټېډ چایبان د اسلامي امارت له مثبتو اقداماتو د هرکلي ترڅنګ، د یونیسف او اسلامي امارت ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هغه په افغانستان کې د یونیسف ستراتیژیک پراختیايي پلان ته په اشارې ویلي چې دغه سازمان له سیمه‌ییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو د ملاتړ لپاره کار کوي او دغه راز هڅه کوي څو د هغو توکو د تولید مخه ونیسي چې د ماشومانو د تغذیې ته زیان رسوي.

د یونیسف اجرائیوي مرستیال د پوهنې له سکټور او راستنو شوو کډوالو سره د دغه سازمان د دوامداره مرستو په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړې چې د اقتصادي پروګرامونو پراختیا د یونیسف له کاري لومړیتوبونو دی او دغه بنسټ به راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونه برابرولو برخه کې هڅه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه له راایستل شوو افغان کډوالو سره د یونیسف همکاري ستایلې ده.

هغه په دې وروستیو میاشتو کې د راستنېدونکو کډوالو د شمطر زیاتوالي او د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ترسره شوو اقداماتو یادونه وکړه او له یونیسف او نورو اړندو نړۍوالو سازمانونو یې وغوښتل چې د کډوالو د دایمي استوګنې او د کوربه هېوادونو له خوا د دوی د حقونو تامینولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.