کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د پلاستیکي کڅوړو د خطرونو په اړه د خبرداریو او پر وارداتو یې د بندیز سربېره لا هم په بازارونو کې د دغو کڅوړو کارونه په پراخه کچه دوام لري او کارپوهانو یو ځل بیا پر دغو کڅوړو د بشپړ بندیز او په اړه یې د عامه پوهاوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د نړۍ په کچه د روغتیايي، چاپېریالي او کرنیزو چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له پلاستیکي کڅوړو استفاده د انسانانو پر روغتیا، کرنه او چاپېریال بدې اغېزې کوي او حکومتونه باید د دغو کڅوړو پر کارونې د بندیز لپاره اقدام وکړي.
د همدې موضوع په تړاو په وروستیو ورځو کې د نړۍ د شاوخوا ۱۸۰ هېوادونو استازو په سویس کې ناسته وکړه څو د پلاستیکي ککړتیا له ناورین سره د مبارزې لپاره د تاریخي معاهدي طرحه بشپړه کړي.
د انسان پر روغتیا د پلاستیکي کڅوړو اغېزې
کابل کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر مجتبی صوفي وايي چې د پلاستیکي کڅوړو او لوښو په تولید کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه بیسفینول اې (BPA) او فتلیتونونه کارول کېږي.
هغه خبرداری ورکوي، کله چې ګرم خواړه په پلاستیکي کڅوړو کې انتقالېږي، دغه مواد په خوړو کې ځان پرېږدي او په اوږده موده کې د عصبي سیسټم د ګډوډۍ، د معافیتي سیسټم کمزورۍ، سردردۍ، د زړه او تنفسي ناروغیو او ان سرطان لامل کېدای شي.
هغه زیاته کړه: «تور رنګ لرونکې کڅوړې چې له کثافاتو جوړېږي، تر ټولو خطرناکه پلاستیکونه دي او د خوړو د انتقال لپاره له هغو استفاده یا پوست سره تماس یې د روغتیا جدي ګواښ ګڼل کېږي.»
ورته مهال، د سرطان د کنټرول په ملي پروګرام کې د انکولوژي متخصص ډاکټر احمدجاوېد زرنګ هم تاییدوي چې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د اندېښنې وړ زیاتوالی کېدای شي د پلاستیکي لوښو او کڅوړو د زیانونو په اړه د پوهاوي له نه درلودو سره تړاو ولري.
هغه وویل: «په ډېرو هېوادونو کې د پلاستیکي کڅوړو پر استعمال بندیز دی، یوازې د دې لپاره نه چې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي؛ بلکې پاتېشوني یې له منځه نه ځي او له منځه وړل یې ډېر سخت دي. دغه پلاستیکونه زیاتره د پولي ایتیلین له مالیکولونو جوړ شوي چې په یوه چاپېریال کې سلګونه میلیونه کاله پرته له بدلون پر خپل حال پاتې کېدای شي.»
دواړه سرچینې د دې ستونزې د حل لپاره درې وړاندیزونه لري، باید په ټول هېواد کې د پلاستیکونو د روغتیایي او چاپېریالي زیانونو په اړه عامه پوهاوی ترسره شي، د پلاستیکونو کارول، په ځانګړي ډول په نانوایانو او پلورنځیو کې په تدریجي ډول محدود شي او د تلپاتې او سالم بدیل په توګه د ټوکر او کاغذي کڅوړو له تولیده ملاتړ وشي.
چاپېریال او کرنې ته د پلاستیکي کڅوړو زیانونه
د چاپېریالساتنې ملي ادارې د چاپېریال د نظارت او تفتیش سرپرست انجینر طوفان جبران وایي: «له بده مرغه په افغانستان کې د پلاستیکي کڅوړو او توکو کارول د یوه لوکس توکي حیثیت لري او د سودا اخیستو، له یوه ځایه بل ځای ته د توکو لېږدولو، د خوړو د اوږدې مودې ساتلو، له دوړو او خاورو د توکو او مالونو د ساتنې، په ژمي کې د کړکیو د پوښلو، باراني فصلونو کې د چت څڅېدو د مخنیوي لپاره د بام پوښلو، د کوټې مسطح، د کوټې فرشولو، د زینو فرشولو، د دوکان د چتر په توګه، د لوحو او لسګونو نورو فعالیتونو لپاره د یوه اړین موډل په توګه کارول کېږي چې په اوږده موده کې له ناورین رامنځته کوونکو مواردو دی چې پېړۍ پېړۍ د ځمکې پر مخ پاتې کېږي.»
د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په کابل ښار کې هره ورځ له څلور ټنه ډېرې پلاستیکي کڅوړې کارول کېږي چې عمده برخه یې پلاستیکي بوتلونه جوړوي.
هغه زیاته کړه، په وروستیو کلونو کې د بدیل په توګه د تکهیي کڅوړو کارولو په اړه د پوهاوي کمپاینونه پیل شوي او همدارنګه د مالیې وزارت په همکارۍ له بهرنیو هېوادونو د پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندیز لګول شوی دی.
د هغه په وینا، خصوصي سکټور هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکاری د پلاستیکي موادو بیا کارونې او بیا تولید ته هڅول شوی او په همدې لړ کې له ښارونو د پلاستیکي توکو راټولول روان دي.
د چاپېریالي ککړتیا د تنظیم او کنټرول متخصص انجنير سید قیوم هاشمي وایي: «پلاستیکونه د خپلې پایدارۍ له امله سلګونه کاله په طبیعت کې پاتې کېدای شي، له همدې امله زیانمن مواد لکه میتان او کاربن دای اکساید چې د شین کوریزو ګازونو له ډلې هم دی، د اوږدې مودې لپاره طبیعت کې خپروي… پلاستیکونه د اوبو، هوا او خاورو د ککړېدو لامل کېدای شي.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د پلاستیکي کڅوړو کارونې د زیانونو په اړه باید د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او سپارښتنه یې وکړه چې په لومړي پړاو کې دغه کار محدود او وروسته دې پرې بشپړ بندیز ولګېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه: پر پلاستیکي کڅوړو بندیز د چاپېریال خوندیتوب او ښځو لپاره د کارموندنې لار
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا له پلاستیکي کڅوړو د استفادې منفي پایلو ته په اشاره د هغو پر وارداتو د بندیز غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې دغه ډول کڅوړې نه یوازې د انسانانو روغتیا لپاره زیان لري او چاپېریال ککړوي، بلکې د ټولنیزو ګډوډیو لامل هم ګرځي.
هغه د تکهيي کڅوړو کارول د چاپېریال زیانونو کمېدو لپاره حللار او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کېدو زمینه بولي.
خو ولې د پلاستیکي کڅوړو کارول محدود شوي نه دي؟
د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل پژواک ته وویل: «د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردات په بشپړه توګه منع دي او هیچا او هيڅ شرکت ته اجازه نشته چې پلاستیکي کڅوړې وارد کړي.»
افغانستان د پلاستیکي کڅوړو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی
د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمینزاده د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال د پلاستیکي کڅوړو د تولید د ۲۰ فابریکو په درلودو د دغه جنس د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې افغانستان د پلاستیکي کڅوړو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی، خو اوس هم یوه اندازه پلاستیکي کڅوړې په مناسبه بیه له ایران او پاکستان هېوادونو واردیږي.
د پژواک خبري اژانس هڅه وکړه په دې اړه چې ولې اوس هم پلاستیکي کڅوړې په پراخه کچه کارول کېږي او ولې یې کارول محدود شوي نه دي؟ د اړوندو ادارو نظر هم واخلي، خو بریالی نهشو.
د ښاریانو نظرونه
د کابل ښار د دهمزنګ سیمې یو هټۍوال خلیلالله وايي: «پلاستیکي کڅوړې ښه شی دي، د خلکو کار یې اسانه کړی او د هټۍوالو لپاره هم مناسبې دي؛ ځکه یو ځل مصرفېږي او استفاده یې اسانه ده. اوس ډېری دغه پلاستیکونه د هېواد دننه تولیدیږي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «د یادو پلاستیکي کڅوړو په اړه ځانګړي معلومات نهلرم؛ که رښتیا هم زیان لري، دا د حکومت مسوولیت دی چې رسېدنه ورته وکړي، دغه موضوع په موږ هټۍوالو پورې اړه نهلري.»
ورته مهال، د کابل ښار د قوای مرکز سیمې یو اوسېدونکی محمود امیري وايي: «کاغذي کڅوړې تر دې غوره دي، خو نشو کولای په بشپړه توګه له پلاستیکي کڅوړو صرفنظر وکړو؛ ځکه د هغو کارول ساده او اسانه دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP