Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د کورش سیالۍ ترسره شوې

شبرغان (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د اسلامي امارت د څلورمې کاليزې په مناسبت د هېواد د شمالي ولایتونو د ۶۰ لوبغاړو په ګډون د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د جوزجان د کورش فدراسیون مسوول محمدطاهر نظري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسلامي امارت د بریا څلورمې کاليزې (د زمري ۲۴مې) په مناسبت د جوزجان ولایت په کوربه‌توب د شبرغان ښار پارک په چمن بخدي کې د بلخ او فاریاب ولایتونو د ۶۰ لوبغاړو په ګډون مو د کورش ورزشي سیالۍ ترسره کړې.»

د هغه په وینا، یادې سیالۍ په دوو وزنونو منفي ۷۳ کیلوګرام او مثبت ۹۰ کیلوګرام د یوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په پایله کې له جوزجان ولایت څخه بسم‌الله د یادو لوبو لومړي مقام ترلاسه کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.