Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تړاو تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې  د کابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او د چهارآسياب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا، زنا او نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او د چهاراسیاب ابتدائیه محکمې درې کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلورم کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

سترې محکمې زیاته کړې چې یادې پرېکړې د یادې محکمې د مقام له تائيد وروسته پر متهمینو او مجرمینو تطبيق شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.