مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): بلخ ولایت کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ د کرکټ بورډ امر محمدالله ثابت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پنځوس اوریزې سیالۍ یوه میاشت مخکې د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې چې هرې لوبډلې پنځه لوبې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو وروستۍ لوبه نن د «بلخ اکاډمي» او «داوود غني» لوبډلو ترمنځ وشوه چې بلخ اکډمۍ خپل سیال ټيم ته یې ۲۰۳ منډې هدف وټاکه او د داوود غني له لوبډلې محمدحسن تر ټولو ډېرې (۱۰۷) منډې جوړې کړې او تر وروستیو پر سټرایک پاتې شو او حیاتالله خانخېل د ۶۴ تېزو منډو په جوړولو سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
هغه زیاته کړه چې مزاري لوبډلې غړي عمران مزاري په ټولو (پنځو) لوبو کې د ۴۵۴ منډو په جوړولو د غورې توپوهونکي، د قهرمان ټیم غړي شفیعالله د ۱۷ ویکټو په اخیستو د غوره توپاچوونکي مقام ترلاسه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP