Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په جاغوري کې د خلکو په شخصي لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴ ): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي او د پروژې مسوول محمداصف اخلاقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د دې ولسوالۍ په علیاتو سیمه کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې پر دغو دوو ودانیو شاوخوا ۲۷ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او ټولې پیسې د خلکو له لوري ورکړل شوې دي.

د سیمي یوه بل اوسېدونکي ذاکر افضلي هم وویل، دغه ښوونځي د خلکو او ځینو خیریه بنسټونو له خوا د هېواد د معارف د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي دي.

یوه زده‌کوونکې محدثه هم وایي، پخوا د مناسبو درسي صنفونو نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس چې دغه دوه ودانۍ جوړې شوې، ډېرې ستونزې یې هوارې شوې دي.

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي بسم‌الله حمید هیله وښوده چې د خلکو د دې ډول نېکو اقداماتو له لارې به د ټولو ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسبه زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، د جاغوري ولسوالۍ علیاتو سیمې خلکو دوو بېلو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې دي، چې یو یې د هلکانو او بل یې د نجونو دي.

د نوموړي په خبره: «پر دغو ښوونځيو ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې دواړه ښوونځي پر درې جریب ځمکه جوړ شوي، یو ۱۶ او بل یې ۱۲ درسي خوني، اداري خونې، سالونونه، د مجلسونو هالونه، تشنابونه او نور اړین ملحقات هم لري چې د زرګونو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو زمینه او اسانتیاوي برابروي.»

د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په جغتو، مالستان، جاغوري، اندړ او نورو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.