Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د «زردالو بند» جیوتخنیک سروې پیل شوه

غزني‌ښار ( پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایې، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د شاوخوا درې میلیون افغانیو په لګښت د زردالو اوبو بند جیوتخنیک سروې پیل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

دغه د اوبو ذخیروي بند د قره باغ ولسوالۍ په زردالو سیمه کې جوړېږي.

د غزني د والي ویاند عزت‌الله سعیدي پژواک خبري آژانس ته وویل، د دغه بند پر جیوتخنیک سروې شاوخوا درې میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه وویل، د دې سروې له بشپړېدو وروسته به د ۴۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه بند د جوړولو عملي چارې هم پیل شي.

د سعیدي د معلوماتو له مخې، دا بند ۴۱ متره ژوروالی او د لږ تر لږه ۱۵ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په وینایې زرګونه جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.

ده وویل، دغه پروژه د سطحي اوبو د مهار او کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه عملي کېږي.

د زردالو سیمي یوه قومي مشر محمدامین پژواک ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې دغه بند جوړېږي او زیاتوي چې د دې سیمې ځینې کسان د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته کډه شوي وو.

هغه وویل، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د وچکالۍ ستونزه راکمه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.