غزنيښار ( پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایې، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د شاوخوا درې میلیون افغانیو په لګښت د زردالو اوبو بند جیوتخنیک سروې پیل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
دغه د اوبو ذخیروي بند د قره باغ ولسوالۍ په زردالو سیمه کې جوړېږي.
د غزني د والي ویاند عزتالله سعیدي پژواک خبري آژانس ته وویل، د دغه بند پر جیوتخنیک سروې شاوخوا درې میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
هغه وویل، د دې سروې له بشپړېدو وروسته به د ۴۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه بند د جوړولو عملي چارې هم پیل شي.
د سعیدي د معلوماتو له مخې، دا بند ۴۱ متره ژوروالی او د لږ تر لږه ۱۵ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په وینایې زرګونه جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
ده وویل، دغه پروژه د سطحي اوبو د مهار او کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه عملي کېږي.
د زردالو سیمي یوه قومي مشر محمدامین پژواک ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې دغه بند جوړېږي او زیاتوي چې د دې سیمې ځینې کسان د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته کډه شوي وو.
هغه وویل، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د وچکالۍ ستونزه راکمه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP