شبرغان (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو د جوزجان – فاریاب پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د جوزجان – فاریاب پر لویه لار په حدبخشي سیمه کې د یوه سراچه او پاسو موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP