ژبه

د لغمان د خونړۍ ترافیکي پېښې له زیانمنو سره خواخوږي او مرسته

توسط ولي محمد شینواری

مې 30, 2026 - 2:29 pm

Views: 8

کابل (پژواک، ٩ غبرګولی ۱۴۰۵): اسلامي امارت د لغمان د خونړۍ ترافیکي پېښې له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړه او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له زیانمنو کورنیو سره د ۷۳۰ زره افغانیو بېړنۍ مرسته وکړه.
نن سهار شاوخوا پنځه نيمې بجې د راستنو شویو کډوالو لارۍ ډوله موټر د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند په سرخکانو سیمه کې چپه شو. چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه شلو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دغې غمجنې پيښې سخت خواشینۍ کړو. د پيښې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړو. د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره خپله غمرازي شریکوو او هغوی ته د جمیل صبر او جزیل اجر دعا کوو.»
دغه راز له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي پر دغې پېښې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
د یادې ادارې د خواخوږۍ په پيغام کې راغلي: «له بده مرغه باید ووایو چې په دغه غمجنه پېښه کې ۲۰ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي چې په شهیدانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.»
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ نور ټپیان دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې په پيغام کې راغلي چې دغې ادارې د پېښې د زیانمنو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ٧٣٠ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د یادې ادارې رئیس د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
یاده اداره زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې د خپلو امکاناتو تر بریده به د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وکړي.