منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۵ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې درې ځوانانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۴ کتنې · تازه شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مالستان ولسوالۍ کې درې ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پښه تېره ورځ د مالستان ولسوالۍ د شیر‌داغ په سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې یادو ځوانانونو غوښتل په ولاړو اوبو کې لامبو ووهي خو درې واړه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې چې د یادو کسانو مړۍ یې له اوبو را ویستلي او کورنۍ ته یې سپار شي.

امنیه قوماندانۍ، له خلکو غوښتي، چې د اوړي په موسم کې په ژورو ډنډونو کې د لامبو وهلو پر مهال لازم احتیاط وکړي.