مهترلام (پژواک، ٩ غبرګولی ۱۴۰۵): لغمان ولایت کې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو د موټر چپه کېدو پېښې د مړو شمېر ٢٢ او د ټپیانو ٣٦ ته ورسېد.
دغه پېښه نن شنبه سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو چوک ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر مخکې د لومړنیو معلوماتو له مخې وویل چې په دې پېښه کې
کې د لسو ماشومان، پنځو ښځو او درېیو سړیو په ګډون ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف اوس پژواک ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ترافیکو او مهاجرینو کمېټې مسوولین سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې چارې یې پیل کړې دي.
سرچینې ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۳۶ ته لوړ شو