ژبه

پنجشیر کې تېر کال ۱۷ کسان اوبو ډوب کړي؛ سیلانیان دې احتیاط وکړي

توسط فرید تنها

مې 30, 2026 - 10:26 am

Views: 13

بازارک (پژواک، ٩ غبرګولی ۱۴۰۵): د پنجشیر امنیه قومنداني له سیلانیانو غواړي چې په ژورو او خطرناکو سیمو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي؛ ځکه تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۱۷ کسان د سیندونو په اوبو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د پنجشیر امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په اوبو کې له ډوب شویو کسانو ډېری هغه هېوادوال وو چې د سیل او سیاحت په موخه پنجشیر ته ورغلي وو.
هغه زیاته کړې، اوس چې د لوی اختر ورځې دي او هره ورځ زرګونه کسان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د پنجشیر طبیعي سیمو د لیدو لپاره دغه ولایت ته سفر کوي، سیلانیان دې د سیندونو د اوبو د لوړې کچې او چټک جریان له امله په ژورو او خطرناکو سیمو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، سیلانیان دې د امنیتي، ترافیکي او چاپېریالي اصولو مراعات ته پاملرنه وکړي، کوچنیان او تنکي ځوانان دې یوازې سیندونو ته نه پرېږدي او د امنیتي ځواکونو، ژغورنیزو ډلو او اړوندو ادارو سپارښتنې دې په پام کې ونیسي.
د پنجشیر امنیه قومندانۍ همداراز له خلکو غوښتي چې د تفریحي سیمو، سیندونو او عامه ځایونو پاکوالي ته پاملرنه وکړي او د عامه نظم د ساتنې په موخه دې لارښوونو ته پام وکړي.
سرچینې ویلي، د یادو سپارښتنو مراعات کول د احتمالي پېښو د مخنیوي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره مهم دي.