Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویې لارې تونل دننه د قیراچونې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویې لارې تونل دننه د محافظتي اسفالت (قیراچونې) چارې پیل شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سالنګ لویې لارې تونل او د ۱۵ او ۱۶ مې ګالریو په ګډون د دې لویې لارې ځینې برخې مخکې کانکرېټ شوې دي.‎

هغه زیاته کړې چې د ټولګټور وزارت اوس د دغه کانکریټ د ساتنې لپاره د پروژې د تخنیکي مشخصاتو او ډیزاین سره سم د تونل دننه د محافظتي قیراچونې چارې پیل کړې دي.

هغه له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي چې له تونل څخه د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین او نوبت مراعات کړي، له یو بل مخکې نه شي او د ساتنې او مراقبت ریاست او د پروژې له تخنیکي ټیم او کارمندانو سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې په په ۱۵مه ګالرۍ کې د کانکریټو پر سر د محافظتي قیر اچولو چارې لا دمخه بشپړې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.