Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوو افغان لوبغاړو عمان کې د سنوکر سیالیو بل پړاو ته لاره ومونده

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټه وايي چې د سنوکر دوو افغان لوبغاړو په عمان کې د ۲۰۲۵ کال د سنوکر نړۍوالو اتلولیو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

دې کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د سنوکر افغان لوبغاړو محمدرییس هوتک او محمدمیر نورزي هر یو خپلو عماني سیالانو ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې لاره موندلې ده.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې له افغانستانه درېیو لوبغاړو، یوه روزونکي او یو پلاوي ګډون کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال د سنوکر د اتلولۍ نړۍوالې سیالۍ په دوو انفرادي او ټیمي کټګوریو کې د افغانستان په ګډون د څه باندې ۳۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په مسقط ښار کې د نومبر په ۱۵مه پیل او د دې میاشتې تر ۲۳مې پورې دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.