Language

تورخم کې له پاکستانه قاچاقي راوړل شوي سلګونه کیلوګرامه کبان ترلاسه شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په تورخم کې له پاکستانه قاچاقي راوړل شوي سلګونه کیلوګرامه کبان ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي ډول راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان کشف او ترلاسه کړل.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کبانو ترلاسه شوې غوښه د یو ګډ پلاوي په حضور کې تر خاورو لاندې شوه.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن ویلي، له هغه وروسته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات بند شوي، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او مشرانو د هدایت مطابق هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستانه حیواني او نباتي محصولات هېواد ته راوارد کړي.

نوموړي له سوداګرو او ټولو افغانانو غوښتي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د اصولو مطابق له نورو لارو خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

Related Topics