Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د خلکو د واټس‌ا‌پ حسابونو هک‌ کولو په تور درې کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د کابل امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې پولیسو په ټولنیزو پاڼو کې د خلکو د حسابونو، په ځانګړې توګه د واټس‌اپ هک‌ کولو او د هغو له کاروونکو د پیسو اخیستو په تور درې کسان نیولي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ نن (پنجشنبه) ویلي چې دغه کسان د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

سرچینې څرګنده کړې چې نیول شوو کسانو به د خلکو د واټس‌اپ حسابونه هک کول او د شخصي انځورونو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته به یې له هغوی د پيسو غوښتنه کوله.

د کابل د لسمې امنیتي حوزې جنایي مدیر مولانا عبدالرحمن مخلص وايي: «په لسمه حوزه کې زموږ کشفي او اتراتیفي پرسونل یو ګروپ پېژندلی او نیولی چې هکران دي، د خلکو اکاونټونه، ای‌ډي‌‌ګانې، واټس‌اپونه او ګالرۍ یې هک کولې او د خلکو شخصي حریم ته داخلېدل، انځورونه او شخصي اسناد یې ترلاسه کول او وروسته به یې د پیسو غوښتنه ترې کوله.»

د خپرې شوې ویډیو له مخې، له نیول شوو کسانو یوه پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.