Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د کتابتونونو برخه کې همکاري پراخوي

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د افغانستان یوه پلاوي د ترکیې په کوربه‌توب د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو غونډه کې ګډون کړی او د سیمې یو شمېر هېوادونو له استازو سره یې د کتابتونونو او ګډو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع‌الله صمیم د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډه کې د عامه کتابتونونو رییس د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د عامه کتابتونونو د حالت، د اسلامي امارت په راتګ سره د کتابتونونو برخه کې د پام وړ مثبت بدلون او د عامه کتابتونونو پر وړاندې د یو شمېر ستونزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د اسیا د لسو هېوادونو او بنسټونو استازو ګډون کړی و او د غړو هېوادونو ترمنځ د ډیجیټلي ارشیفونو د پراختیا، د کمیابو اثارو د ساتنې او په دې برخه کې د مسلکي تجربو شریکولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچینې دغه‌راز لیکلي، د غونډې په څنډه کې د افغانستان د عامه کتابتونونو رییس د اوزبېکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان د کتابتونونو له مشرانو سره د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي: «د کاشف په نوم د کتابتونونو د مدیریت سیسټم چې د ترکیې له خوا جوړ شوی، د دغه هېواد له لوري ډاډ ورکړل شو چې په وړیا توګه د افغانستان عامه کتابتونونو له ریاست سره یاد سیسټم شریکوي او په دې برخه کې به د مسلکي کسانو په روزنه کې هم د افغانستان د عامه کتابتونونو له ریاست سره همکاري وکړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د عامه کتابتونونو پلاوي له لوري یو شمېر کتابونه هم د غونډې ګډونوالو ته ډالۍ شول. خو دغه وزارت نه دي ویلي چې دا غونډه په کوم هېواد کې ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.