کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) کسانو یو افغان د داعش ډلې د خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی دی.
د دغه وزارت د اعلامیی له مخې، نیول شوی کس جانشاه صافی په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن ادارې د «متحدینو ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته تللی او د ۲۰۲۵ کال د روانې ډسمبر میاشتې په ۳مه د ویرجینیا ایالت په وینزبروي ښار کې ونیول شوی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نُوم ویلي چې دغه کس امریکا ته داخلېدو پر مهال قانوني اسناد نه لرل او د هغه د لنډمهاله خونديتوب (TPS) غوښتنلیک هم د افغانانو لپاره د دغه پروګرام له لغوه کېدو وروسته د اړوندې ادارې له لوري رد شوی و.
هغه دغه راز ویلي چې د بایډن د حکومت پر مهال نږدې ۱۹۰ زره افغانان له لازمو امنیتي ارزونو پرته امریکا ته داخل شوي دي.
د هغه په خبره، د ټرمپ حکومت د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰مه د واک له ترلاسه کولو وروسته د کډوالۍ پروګرامونو له لارې د افغانانو د مېشتېدنې لړۍ درولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP