لښکرګاه (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزرات د متخصصو ډاکټرانو له لوري په لسو ورځو کې د سترګو پنځه سوه وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیب الله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیاتونه د یاد ولایت په فاطمه بیات پنځوس بستریز روغتون د لسو ورځو په موده کې ترسره شوې دي.
هغه زیاته کړه، په دغه موده کې د سترګو ۷۰۰۰ ناروغانو مراجعه کړې چې له ډلې یې د ۵۸۰ کسانو لابراتواري معاینات شوي، ۸۰۰ نورو ته د نږدې لید عینکې ورکړل شوې او د پنځه سوه نورو د سترګو وړیا عملیاتونه ترسره شول.
فاتح د عامې روغتیا وزارت له راغلو اووه متخصص ډاکټرانو د مننې ترڅنګ د دې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه څو په دغه ولایت کې پاتي ناروغان هم له دې خدمت څخه برخمن شي.
د یادونې ده چې یاده پروسه تېره ورځ ناوخته پای ته ورسیده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP