Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه وشول

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزرات د متخصصو ډاکټرانو له لوري په لسو ورځو کې د سترګو پنځه سوه وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیب الله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیاتونه د یاد ولایت په فاطمه بیات پنځوس بستریز روغتون د لسو ورځو په موده کې ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه موده کې د سترګو ۷۰۰۰ ناروغانو مراجعه کړې چې له ډلې یې د ۵۸۰ کسانو لابراتواري معاینات شوي، ۸۰۰ نورو ته د نږدې لید عینکې ورکړل شوې او د پنځه سوه نورو د سترګو وړیا عملیاتونه ترسره شول.

 فاتح د عامې روغتیا وزارت له راغلو اووه متخصص ډاکټرانو د مننې ترڅنګ د دې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه څو په دغه ولایت کې پاتي ناروغان هم له دې خدمت څخه برخمن شي.

د یادونې ده چې یاده پروسه تېره ورځ ناوخته پای ته ورسیده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.