کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د هند د چاپېریالساتنې، ځنګلونو او د اقلیم بدلون وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوي او له افغان حکومت سره به یې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ دوام ولري.
د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د چاپېریالساتنې، ځنګلونو او اقلیم د بدلون له وزیر کیرتي وردان سینګ سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې پر بېلابېلو اړینو موضوعاتو چې موخه یې د روغتیا برخه کې د همکارۍ جلبول، ظرفیتلوړونه، د درملو اوږدمهال تامین او روغتیايي سکټور کې د همکاریو پیاوړتیا وه، خبرې ترسره شوې.
په یاده لیدنه کې مولوي نورجلال جلالي ویلي چې دوی د روغتیا برخه کې د هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرولو هڅه کوي.
هغه دغهراز له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د تجربو شریکول اړین وګڼل، ویې ویل چې دا چاره به د چاپېریال په پاکوالي او د ناروغیو مخنیوي کې خورا اغېزناکه تمامه شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هند د چاپېریالساتنې، ځنګلونو او اقلیم د بدلون وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: «د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوو او له افغان حکومت سره به یې په بېلابېلو برخو کې همکاري جاري وي.»
د یادونې ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د لېندۍ په ۲۵مه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP