منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

یواېن‌اوډي‌سي: افغانستان کې د کوکنارو تولید له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۵ سلنه کم شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړۍوال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کوکنارو تولید ۹۵ سلنه کم شوی او دغه بدلون د اپیوني توکو پر نړۍوال بازار د پام وړ اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړۍوال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید بې‌ساری کمښت د اپیوني توکو نړۍوال بازار کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید له ۹۵ سلنه کمېدو وروسته، موجودې هیرويین زېرمې هم په تدریجي ډول د ختمېدو په حال کې دي او دغه وضعیت د نشه‌يي توکو قاچاقبران دې ته اړ کړي چې د هیرويین لپاره بدیلونه ولټوي.

د راپور له مخې، مصنوعي اپیوني توکو، لکه فنټانیل، نیټازینونو او اورفینونو ته د لاسرسي زیاتوالی ښيي چې د قاچاق شبکې هڅه کوي د دغو توکو په انتخاب سره د افغانستان د تولید د کمښت له امله د هیروئینو رامنځته شوی کمښت جبران کړي؛ هغه بهیر چې د اپیوني توکو په نړۍوال بازار کې دوامدار بدلونونه رامنځته کولی شي.

سرچینې لیکلي، سره له دې چې په میانمار کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۱ کال کې له ۴۲۰ ټنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې تر زر ټنو پورې ډېر شوی، خو دغه زیاتوالی د دې ادارې تر څار لاندې د نورو هېوادونو، لکه لاوس او مکسیکو، له تولید سره یو ځای هم د دې جوګه نه دی شوی چې د افغانستان د تولید کمښت جبران کړي.

په راپور کې ټینګار شوی چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له شپږ زره ټنو ډېر تریاک تولید کړي وو او په دغه هېواد کې د تولید شدید کمښت د هیروئینو پر نړۍوالې عرضې او د اپیوني توکو د بازار پر بدلونونو پراخ اغېز کړی دی.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې خبرداری ورکړی چې د دغه بهیر دوام کولی شي په نړۍ کې د اپیوني توکو د تولید، قاچاق او مصرف بڼه بدله کړي او د عامې روغتیا، امنیت او د سازمان‌ شوو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د پام وړ پایلې ولري.