کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسوولينو او ډاکټرانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې خلکو ته دې په صادقانه ډول خدمات وړاندې کړي او له هر ډول حزبي فعاليتونو دې ډډه وکړي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د عدليې وزير مولوي عبدالحکيم شرعي د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسوولینو او ډاکټرانو سره وکتل.
شرعي ویلي چې ډاکټران انسانيت او ټولنې ته د خدمت برخه کې لوړ مقام او حيثيت لري او اړينه ده چې خپل ځای او حيثيت وپېژني.
هغه زیاته کړې چې په دنيا او اخرت کې عزت د خلکو په خدمت کولو کې نغښتی او د خصوصي روغتونونو له مسوولينو يې غوښتي چې خلکو ته په صادقانه ډول په خدمت کولو کې هڅه وکړي.
د نوموړي په خبره: «د خصوصي روغتونونو مسوولین دې له هر ډول حزبي فعاليتونو او حزبي وابستګۍ ډډه وکړي؛ ځکه په هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت ممنوع دی، ښې پایلې نه لري او د ډاکټرانو لپاره هم مناسبه نه ده چې په کوم حزب يا تنظيم پورې تړلي وي.»
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، شرعي د خصوصي روغتونونو د اتحاديې د فعاليت د څرنګوالي او دې اتحاديې لپاره د نوي رييس د ټاکلو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د اتحاديې فعاليت بايد د اسلامي امارت د اصولو او قوانينو مطابق وي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د خصوصي روغتونونو مسوولينو هم د خصوصي روغتونونو د اتحاديې د فعاليت په اړه لازم معلومات شریک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د قوانينو او اصولو په چوکاټ کې به فعاليت کوي.